آذرخش میډیا – پښتو

طالبانو شپږ معترضې ښځې نیولې دي

طالبانو کابل کې شپږ معترضې ښځې په داسې حال کې نیولې دي چې غوښتل یې د یکشنبې په ماښام )د زمري په ۵مه) په سرپټي ځای کې اعتراضي غونډه ولري.

د دغو ښځو د نیولو له جریانه خپره شوې ویډیو ښیې دوه تنه طالب وسله وال کورته د ننه شوي او یو یې د ټوپک ماشه کش کوي.

طالبانو د شپږو ښځو ترڅنګ د یوې د کورنۍ دوه تنه هم له ځانه سره بېولي دي.

نیول شویو کسانو کې خاټول، هاجر، فریده، حسینا سروري، طوبا عطايي او لیمه نومونه راغلي دي.

په همدې حال کې د طالبانو سرچینې وايي چې د شهلا عارفي کور یې پلټلی او مهم اسناد یې ترې ترلاسه کړي، خو هغه خپل کور کې ده او نه ده نیول شوې.

دغه سرچینه همداراز زیاتوي بصیره، صفیه عارفي، سهیلا، خاتون انقلاب، زینب رضایي، ویدا ابدالي، فریده صافۍ، راضیه علیزاده، صدیقه حکیمي او یو شمېر نورې ښځې تر تعقیب لاندې دي چې د اعتراض کولو په صورت کې به ونیول شي.