آذرخش میډیا – پښتو

طالبان بند کې د برخلیک په تمه ښځه او سړی؛ د ښځې پلار ورته سنګسار غوښتی

قدریه او عتیق د پلخمري ښار اوسېدونکي چې د اړیکي درلودو په تور نیول شوي او اوس د طالبانو په بند کې دي. د قدریې پلار، قومندان خلیل خپلې لور ته د سنګسار سزا غوښتنه کړې ده.
قدریه چې خپله سیمه کې د منځني ښوونځي ښوونکې او عتیق په کې د سر معلم دنده درلوده. قدریې واده کړی او درې ماشومان لري، خو خپلوان یې وايي مېړه یې چې جمهوریت دورې پرمهال پوځي وو، د طالبانو له راتګه وروسته ایران ته تلیی او خپلې ښځې ته یې په شفاهي ډول طلاق ورکړی.
دوی زیاتوي چې د قدریې مېړه ورته د ټلفون له لارې ویلي چې ترې بېل شوی او نور به کورته رانشي. نوموړې د پلار په کور اوسېده.
د قدریې پلار هم د جمهوریت دورې پرمهال د دفاع وزارت له قومندانانو دی اوسمهال د پلخمري ښار د څلورمې ناحیې د د سیمې وکیل دی.
د عتیق ورور وایي قدریه د خپل پلار بد چلند له کبله له کوره وتلې وه او کابل کې یې د عتیق کور ته پناه وړې، خو د دغې ښخې پلار پر ده د خپلې لور د تښتولو تور لګولی او شکایت یې کړی.
دی همداراز زیاتوي چې قدریې خپل پلار ته د پیغام په استولو سره یادونه کړې وه چې د چا لخوا نه ده تښتول شوې، هغې خپله د بد چلند له کبله کور پرېښی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دا دوې کورنۍ خپل منځ کې د خپلوي اړیکه لري او د قدریې خور د عتیق له ورور سره واده کړی دی.
د عتیق ورور په وینا طالبانو د چهارشنبې په ورځ دغه ښځه او سړی له کابله پلخمري ته انتقال کړي او اوسمهال د دغه ښار امنیه قومندانۍ نظارت خونه کې دي.

د عتیق کورنۍ وايي که څه هم چې د سیمې خلک د پنجشنبې په ورځ د قومندان خلیل کورته ورغلي او په سوله ییز ډول یې د موضوع د حل غوښتنه کړې ده، خو نوموړي بیا هم پر سنګسار ټینګار کړی دی.
ویل کیږي چې دغو ورځو کې د قدریې مېړه هم پلخمري ښار ته راغلی او ادعا کوي چې ښځې ته یې طلاق نه دی ورکړی.
هڅه کوو چې د قدرې له کورنۍ سره وغږېږو.
په همدې حال کې د عتیق کورنۍ وايي، ټاکل شوې سبا بیا یوځل بیا طالبان د قدریې او عتیق برخلیک په تړاو جرګه او پرېکړه وکړي.