پر ښځو د طالبانو وروستی بندیز؛ سینګارتونونه بند شول

ads
  • د طالبانو مشر، ملاهبت الله اخندزاده امر له مخې سې شنبې د زمري په دریمه هېواد کې ۱۲ زره سینګارتونونه بند شول.
  • د شمېرو له مخې د دغو سنیګارتونون بندېدونو سره نېږدې ۶۰ زره ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې.
  • کابو دوه کاله کېږي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پوره د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي. ۶ سوه څلور اویایمه ورځ ده چې نجونې زده کړو ته له لاسرسي بې برخې دي.
  • طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال زمري میاشت کې له شپږم ټولکي پورته پر نجونو ښونځي بند کړل. په تېرو دوو کالو کې طالبانو پر ښځو د بندیزونو هڅه کړې، خو د طالبانو یو شمېر چارواکي وايي چې د نجونو زده کړو موضوع پرسر د دغې ډلې مشرانو ترمنځ اختلاف دی. د حقاني ډلې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني د پنجشنبې پر ورځ هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل:«ستونزه چې موږ وینو که یوه موضوع اختلافي کیږي، دا چې موضوع لویه نشي باید لږ په تمه شو.»
  • د حقاني ډلې دغه مشر چې افغانستان کې ځواکمن بلل کیږي، نه دي ویلي چې ولې تر اوسه دا ستونزه نه ده هواره شوې.
  • طالبانو په تېرو دوو کالو کې له ۵۰ ډېر د ښځو محدودیتونو په تړاو فرمانونه ورکړي دي. د دغې ډلې وروستی فرمان هم د ښځو سینګارتونو تړل کیدو په تړاو وو چې دا اوونۍ عملي شو. سینګارتونونه هېواد کې د ښځو لپاره وروستی ځای و چې دوی به ورتلې. هېواد کې سینګارتونونه د ښځو د عاید یوازینۍ سرچینه وه.
  • طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي، پوهنتون بند کړل او د جمهوریت پرمهال هغو ښځو چې کار کاوو په کور کینولې، ښځې یې حمامونو، تفریح ځایونو او ورزشي لوبغاړو منع کړې.

ads

Leave a Comment

Your email address will not be published.

ads

You may like

ads
In the news
Load More
ads